
ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړد اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن سهار د پاچائي نظام په ضد د ۱۳۵۶لمریز کال د مرغومې په نولسمه نیټه د قم د ولس د پاڅون د کلیزې په مناسبت له زرګونو خلکو سره دکتنې په دستورو کې په هیواد کې د وروستیو بلواؤ او ترهه ګرو پيښو په پاب وفرمائيل؛ پرون شپې په تهران او ځینو نورو ولایتونو کې ګوته په شمیر ورانکارو له خپل هیواد سره اړونده ځیني ودانۍ او عمومي ځایونه وسوځولڅو د امریکا د ولسمشر زړه خوشاله شي،ځکه هغه وئيلي وو، چې که د ایران حکومت د بلواګروپه ضد اقدام وکړي او بلواګر خپلو اقداماتو ته آزاد پرې نږدي،نو د هیواد لپاره د خطرناکو او بلواګرو پلوي به وکړي. هغه باید خپل هیواد اداره کړي، خپل هیواد ئې هره ورځ اعتراضونه لري، او مختلفې پيښې او غمیزې پکې رامینځةکیږی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمائيل؛ د امریکا د ولسمشر لاسونه په وورستۍ ۱۲ ورځني جنګ کې هم د څه د پاسه زرو ایرانیانو په وینو ککړ دي، ااو هغه اعتراف کړی چې ددغه جنګ فرمان ما ورکړی ؤ چې په هغو کې قوماندانان،ساینس پوهاان او د ښځو او ماشومانو پشمول عام خلک شامل دي . اوس هم وائي چې زه د ایران د ملت پلوی یم . بیا هم په ګوته شمیر بې توجه کسان باؤر کوي او د ډسټ بینونه سوڅوي ، هغه خوشال کړي.
حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل؛ ټول دې پوهه شي ، چې د ایران اسلامی جمهوریت او اسلامی نظام د څو زره شهیدانو په پاکې وینې سره رامینځةشوی دی او د هغو کسانو په مقابل کې چې ورانکار دي هیڅکله هم نرمښت ونه کړي او د پرَدیو تالی څټي هیڅکله هم نه زغمي . هرڅوک چې وي ،کله د پرَدیو تالی څټی شي، او د هغوي لپاره کار وکړي، نو دایران ملت او اسلامی نظام هغه مردود ګڼي او هیڅکله ئې هم نه زغمي.
دوي وفرمائيل؛ هغه بابا چې خباثت او غرور او تکبر سره خبرې کوي، د ټولې دنیا په باب خبرې کوي،پوهه دې شي ، چې معمولا د فرعون، نمرود ،رضا خان محمد رضا او د هغوي په شان ځیني نور جنایتکار کله چې د غرور او تکبر په اوج کې وو، نسکور شول او نامه ئې هم نشته ،نو دغه کس به هم نسکورشي.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز د ایران درستو ځوانانو ته په خطاب کې روښانه کړه ،قدرمن ځوانان دې د هیواد په پرمختګ کې سیاسی فکر ، جدیّت ، وحدت او په ډګر کې خپل شتون محفوظ وساتي؛ یو موټی ملت دهردښمن په وړاندې بریالی کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4327819